اروزګان:په لومړي ځل تر وخت تيرو خوراکي توکو د راټولو کمپاين ترسره سو

Aziz Rahman Hazim | سپتمبر 9th, 2018


د ښاروالۍ رياست مسولين وايي په ترينکوټ ښار کي ئې تر دامهاله ۳ ټنه تر وخت تير توکي راټول کړي دي.

په اروزګان کي د ترينکوټ ښاروالۍ رياست له خوا څخه په لومړي ځل د تر وخت تيرو خوراکي او غير خوراکي توکو د راټولولو کمپاين ترسره شو.

د ترينکوټ ښاروال نعمت الله بختيار وايي د ياد کمپاین  ترسره کولو څخه ئې هدف په ښار کې د تر وخت تيرو خوراکي اوغيري خوراکي توکو راټولول دي.

نوموړی وايي د ترينکوټ ښار په زيات شمير هټيو او دوکانونو کي د تر وخت تېر خوراکي اوغير خوراکي توکي پر خلګو پلورل کيدل چي له امله ئې خلګ د ناروغیو او يو شمير نور ستونزو سره مخ کول.

بختيار وايي په ښار کي د تر وخت تيرو توکو راټولو کمپاین به ئې تر دې وروسته په هرو۳ مياشتو کي ترسره کېږي او هغه توکي به د هټيو څخه راټوليږي چې خلګو ته زيان رسوي.

د ترينکوټ ښاروال د خلګو څخه هم غوښتنه وکړه چي د تر وخت تيرو توکو په راټولولو کي له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او هغه دوکانونه ورته په ګوته کړي چي تروخت تير توکي پلوري.

له دي سره د ترېنکوټ اوسيدونکي او مدني فعالان د ترېنکوټ د ښاروالۍ له دغه اقدام څخه تود هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې هغه هټيوال او دوکانداران دي د قانون منګولو ته وسپارل سي چي پر خلګو تر وخت تير توکي پلوري.

اروزګان کي خلګ وايي، چي  د بې کيفيته او تر وخت تيرو توکو د کارولو او پلورولو له امله  له ګڼو روغتيايي او اقتصادي ستونزو سره مخ سوي دي او دولت دي په راتلونکي کي هم دغه ډول کمپاينونه ترسره کوي.

داروزګان د ولايتي شورا غړي هم د ښاروالۍ رياست له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او زياتوي چي په راتلونکي کي به د ښاروالۍ سره د ياد کمپاین پر مهال ولايتي شوراهم مرسته وکړي.

ددغي شورا يو تن غړي محمد کريم خادمزي لراوبر ته وویل  تر وخت تيرو توکو له امله ډير کسان تر روغتونونو رسيدلي او په ډول ډول ناروغيو اخته سوي دي.

نوموړی زياتوي چي د دغه ډول کمپاينونو په ترسره کولو سره به ټول هغه توکي له ښار څخه راټول سي چي د خلګو روغتيا ته زيان رسوي.

محمد کريم خادمزی غوښتنه کوي چي د توکو کيفيت ته دي هم دولت پام وکړي او بې کيفيته توکي دي هم د هټيوالو څخه راټول سي.

اروزګان کي پر داسي مهال د تر وخت تيرو توکو کمپاین ترسره کېږي چي له دې وړاندي ددغه ولايت يو شمېر اوسيدونکو له لراوبر سره په خبرو کي له دولت څخه غوښتنه کړې وه چي تر وخت تيرو توکو د راټولولو لپاره دي دولت لاس په کار سي.

اروزګان کي شاخوا۸۰ سلنه خلګ د ليک لوست څخه وروسته پاته دي ځکه په دغه ولايت کي تر ډيره تر وخت تير توکی زيات پلورل کيږي.

راپور: احسان الله ولسمل

Copyright Larawbar 2007-2024