کندهار: په هوايي بريد کي د ښځو او ماشومان په ګډون ۱۲ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 5th, 2018


د کندهار په معروف ولسوالۍ په ابو کلا سيمه کي پر وسله والو طالبانو د بمبارۍ پرمهال دوولسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

هوايي ځواکونو د ملکي وګړو د واده موټران په نښه کړي دي چي د ښځو او ماشومانو په ګډون ئې دوولس ولسي وګړو ته مرګژوبله واړول.

دغه هوايي بريد هغه مهال وسو چي کله طالبانو د يادي ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ او وروسته هوايي ځواک د طالبانو په نښه کولو لپاره الوتکی وکارولې.

د کندهار چارواکي وايي، کله چي طالبانو د معروف ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ، هوايي ځواک دوی په نښه کړه، خو طالبان د سيمي د خلګو په کورونو کي پټ سوه.

د چارواکو په خبره، د واده د موټرونو په کاروان کي د وسله والو دورګډېدلو  پرمهال په بمبار کي څلور ملکي وګړي وژل سوي او اته نور ټپيان دي.

خو د قربانيانو کورنۍ وايي، د بريد پر مهال ددوی په منځ کي طالبان نه وه.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، کله چي وسلوال د سيمي د خلګو په کورونو کي پناه اخلي ، ولسي وګړي د نندارې په ‌‌‌‌‌‌ډول پر وسله والو راټولېږي، چي وروسته هغوی ته هم زیان اوړي.

د امنيه قومندان په وينا ، تېره شپه يې هوايي بریدونو پرمهال د وسله والو یو موټر، چي زيکویک هم پکښي نصب وو، له دې امله ونه ویشتی، چي چاپيره یې ماشومان او نور عام خلک وه.

وسله والو طالبانو د تېرو دریو ورځو راهیسي پر معروف حملې پيل کړي او ددې ولسوالۍ د نیولو هڅي یې پيل کړي.

 تېره ورځ امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم معروف ولسوالۍ ته ورغلی وو او امنيتي حالت ئې له نږدې څارلی وو.

Copyright Larawbar 2007-2024