کور / تازه خبرونه / پاكستان: د هنګو عمليات ختم سول

پاكستان: د هنګو عمليات ختم سول

په هنګو كي د پاكستاني پوځ له خوا ترسره سوي عمليات پاى ته ورسېدل.
د پاكستاني پوځ وياند تورنجنرال اطهر عباس وايي دغه تصفيوي عمليات چي له تېري يوې هفتې راهيسي په سيمه كي د طالبانو پر ضد روان وه، نن پاى ته ورسېدل. كه څه هم د عملياتو د پاى لامل د جنرال عباس له خوا سيمه د طالب وسله والو ډلو له سته والي څخه پاكېدل په ګوته سو، خو د چارو شنونكي په دې باور دي چي اصلي علت يې د قبايلي طالبانو هغه بېروونكى اخطار دئ چي د پښتونخوا ايالتي حكومت ته يې په دې باب څو ورځي مخكي لا وركړى و.
د بيت الله مسود طالبانو د پښتونخوا ايالتي حكومت ته ويلي وه چي كه په هنګو كي عمليات ونه دروي د دوى له خوا به په ټوله صوبه كي پر حكومتي ودانيو بريدونه ترسره سي.
جنرال اطهر عباس وايي د هنګو په عملياتو كي يې تر شلو زيات وسله وال وژلي او شپېته تنه ژوندي نيولي چي د هغوى له مجلې څخه يې ۳۲ تنه تر تحقيقاتو وروسته بيرته خوشي كړي دي.
بلي خوا ته د هنګو د قومي مشرانو جرګې د سيمه ايزو حكومتي چارواكو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولي خبري اتري هم شروع كړي دي.