د مخابراتو وزارت، د هېواد د ټرافيکو سيسټم الکټرونيکي کوي

Aziz Rahman Hazim | نوومبر 11th, 2018


 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اسان خدمت اداره د عامه خدماتو د پروسو ساده کولو او الکټرونيکي کولو په لړ کي دا ځل د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو ادارې په همکارۍ غواړي، د نقليه وسایلو د اسنادو د ثبت، جواز سیر او موټر چلونې جواز(لایسنس) دسیسټم جوړولو سره د هېواد د ټرافيکو سیسټم الکټرونيکي او شفاف کړي.

د نوي سيسټم سره د نقليه وسایطو لرونکو او موټر چلوونکو ته زمينه برابروي چي په اسانۍ او ډېر ژر د نړېوالو معیارونو سره سم د موټر چلونې جواز( لایسنس) او د موټر جواز سیر تر لاسه کړي. له بله پلوه دغه سيسټم کولی سي، په ټوليز ډول د ټرافيکو سيسټم کي اساسي رول ولوبوي.

پر دې سربېره ددې سيسټم بله خوبي، په واټونو باندې د ځېرکو کيمرو لګول دي چي د نقليه وسایطو د نمبر پلیټ د لوستلو وړتيا لري او په اسانۍ سره کولی سي، نقليه وسایط وڅاري.

په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې، د کورنيو چارو د ټرافيکو ادارې عمومي رئیس او تخنيکي ټيم، د GTR ادارې استازو، د افغان ملي بيمې استازو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ عمومي ریاست او کابل ښاروالۍ استازو په ګډون جلسه تر سره سوه چي د سيسټم د تخنيکي او حقوقي برخو او د پروسو د ساده کولو په اړه يې هر اړخيز بحث وکړ. د GTR شرکت د ياد سيسټم د جوړولو د چارې مسؤوليت په غاړه لري او په نږدې راتلونکي کي به دغه سيسټم ګټې اخیستنې ته وسپارل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024