د بدخشان د پستې حاصلات د تېرکال په پرتله ۱۰۰ټنه زیاته سوي دي

Aziz Rahman Hazim | نوومبر 24th, 2018


د بڼوالۍ د ترویج او لا ودې په پار د کرنې وزارت دهلو ځلو پایله ښیې، چي د بدخشان د پستې د حاصلاتو کچه ۱۰۰ ټنه زیاته سويده.

د بدخشان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چي ددې ولایت د پستې محصولات دتېر کال په پرتله ۱۰۰ ټنه زیاته سويده. تېر کال ددې ولایت د پستې له ونو څخه ۳۰۰ ټنه حاصل ترلاسه سويوه خو سږ د بدخشان د پستې د حاصلاتو کچه ۴۰۰ ټنه ده.

د پستې بڼونه او نیالګي تر ډېره د بدخشان ولایت په شهربزرګ، تشکان، یفتل پایان، ارګو، کشم، درایم، دروازها، راغ، یاوان او کوهستان ولسوالیوکي شتون لري.

د بدخشان ولایت دکرنې ریاست وایي، چي په بدخشان کي ددې مېوې عواید هم ښه دي. د سیمه ییزو بازارونو د بیې پر اساس د بدخشان د پستې د بڼوالو عاید ۲۸۵ میلیونه او ۷۰۰ افغانۍ ده.

په بدخشان کي د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» او د بدخشان دکرنې ادرې له خوا ۵۲۰ جریبه د پستې بڼونه جوړې سويدي او ددې ترڅنګ ۱۴ زره هکټاره د پستې ځنګلونه په طبیعي ډول ددې ولایت غرونه پوښلي دي.

د کرنې وزارت له خوا جوړې سويبڼونه له یوې تر پنځه جریبه ده. دمګړۍ د پستې حاصلات په هغو سیمو کي، چي د پستې ونې په کي دي د خلکو ۳۰ سلنه عاید برابروي. د یادو ولسوالیو اوسیدونکي د پستې میوې له ۷۰ سلنه عوایدو څخه ګټه پورته کوي.

د بدخشان پسته د حرارت د درجې د ټېټوالي او معتدل اقلیم له امله ځانګړي کیفیت لري.

د بدخشان دکرنې ریاست د پستې د بڼونو د ایجادولو او خلکوته د عامه پوهاوي ترڅنګ د طبیعي ځنګلونو د څارنې او ساتنې په موخه د ځنګلدارۍ کمېټه جوړه کړې ده ترڅو په دې برخه کي فعالیت وکړي.

د بدخشان پسته په کورنیو بازارونو یعني تخار، کندز، کابل او بلخ کي پلورل کیږي.

دکرنې وزارت هلې ځلې کوي، چي د هېواد په نورو ولایتونو کي هم د پستې ونو د پاللو زمینه برابره او دغه مېوې ته پراختیا ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024