سعودي او امريکا : د ترهګرۍ ضد جګړه کي د هندسره اوږه په اوږه ولاړ يو

Aziz Rahman Hazim | مارچ 12th, 2019


د امريکا د بهرنيو چارو وزير تېره ورځ په واشنګټن کي د هند د بهرنيو چارو د سکرټر وي جي ګوکلي سره د ليدني کتني پر مهال وويل، چي امريکا د ترهګرۍ

ضد جګړه کي د هند ترڅنګ ولاړه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د هند د بهرنيو چارو سکرټري په ګډه له پاکستان څخه غوښتي دي چي په خپله خاوره کي د ميشتو ترهګرو په ډلو پر فعاليتونو بنديز ولګوي او د هغوی پر ضد دي جدي ګامونه پورته کړي.

د بهرنيو چارو وزارت په هندي کشمير کي پر هندي نيمه سرتېرو بريد هم په کلکه غندلی دی او په دغه پېښه کي د ککړو کسانو د محاکمې غوښتنه ئې کړې ده.

د هندي کشمير په پلوامه سيمه کي بريد پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد وکړ، چي په ۴۰ هندي سرتېري ئې ووژل.

هند ژمنه کړې وه، چي د پلوامه د بريد غچ به اخلي، همدا وو چي په پاکستان کي ئې د جيش محمد ډلي پر روزنځای بمبار وکړ او ددغي ډلي په لسګونو جنګيالي ئې ووژل.

همداراز د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير هند ته د يو ورځني سفر په ترڅ کي ، ويلي چي د سعودي عربستان حکومت پرته له کوم توپيره د هرډول ترهګرۍ ضد جګړه کي د هند ملګری دی او په دې برخه کي به د هندوستان سره پوره همکاري وکړي.

نوموړي د هند د لومړي وزير نريندرا مودي او د هند د کورنيو چارو د وزيري سوشما سوراج سره د ليدني پر وخت ژمنه وکړه، چي د ترهګرۍ ضد جګړه کي د هند سره اوږه پر اوږه ولاړ دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي سعودي عربستان او هند به د ترهګرۍ ځپلو لپاره ګډه کمېټه جوړوي.

په دغه لیدو کتو کي سشما سیوراج او عدیل الجبیر پردې هوکړه کړې چي  سعودي عربستان به د هندي مسلمانانو لپاره د حج ونډه  دوه لکه کسانو  ته لوړوي.

همداراز ژمنه وسوه چي  په  سعودي عربستان کي به ۸۵۰ هندي بندیان خوشي سي.

نن ورځ هم د امريکا د مل يامنيت سلاکار جان بولټن د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ته ويلي، چي په خپله خاوره  کي ميشتو ترهګرو پر ضد جدي ګامونه اوچت کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024