پاکستان يو پښتون فوټبالر کلونه کلونه شکنجه کړی دی

د لراوبر اداره | مې 8th, 2019


دا مضمون د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړی نديم عسکر پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلی دی:

کاشف داوړ ته هرکلی
بنو مرکزي جېل کې بندي کاشف خان داوړ يو څو کالو بعد د عدالت د لارې خوشې شو چې ورته هرکلی وايو.
کاشف داوړ په خپل کم عمرۍ کې د فټ بال يو ښه لوبغاړﺉ وو خو له بده مرغه د فوج لخوا د ضرب عذب اپريشن وروسته ISI پورته کړی وو چې يو څو کاله isi ټارچر سيل ( د شکنجې ځای) کې ساتلې وو.
کاشف داوړ او ورسره نور ډير ملګري يو کال مخته isi او MI بنو زندان ته سپارلي وو چې پرې يې دهشتګردۍ FiRs درج کړۍ و.
کاشف داوړ سره ما په بنو زندان کي ليده کاته وشول دا هغه وخت وو چي رياست موږ د PTM سرګرمي کولو باندې ملکي د بغاوت په تور نيولي وو.
کاشف داوړ باندې ټارچر سيل کې ډير لوﺉ تشدد شوی وو او د دوی پر هر ملګرۍ به د حد څخه سيوا تشدد کيدو.
کاشف داوړ ويل چې د ټارچر سيل هيڅ لمحه د هيرولو نه ده خو د ژمی جاړې چې په موږ به ناترسه تشدد کيدو او بيا يې مونږ په ژمي کې بارۍ ژمي جاړې ته تړلو او دا شپې چې په کوم ډول په موږ سبا کيدې هغه په مرګ هم د هيريدو نه دي.

نوټ: کاشف داوړ او د دوﺉ په ملګرو د ظلم او جبر يو پشتون کرنل او ميجر کولو چې نوم يې کرنل ارسلان او بل ميجر هارون وو.
ارسلان او هارون خان!! کاشف داوړ چې تاسو ترې دهشتګرد جوړاولو هغه خو سپين صافه ازاد شو خو تاسو به تل د پاره تاريخ په پاڼو کې پنجابۍ دلالان او د پښتون د وينې قاتل ياديږﺉ.

نديم عسکر

Copyright Larawbar 2007-2024