حسن روحاني: د امريکا سره د پوځي جګړې احتمال نه سو ردولای

Aziz Rahman Hazim | مې 12th, 2019


د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي، چي د امريکا سره د پوځي جګړې احتمال نه سي ردولای او ممکن هيواد ئې نور هم د سختو حالاتو سره مخ سي.

نوموړي چي د سياسي ډلو يوې غونډي ته ئې وينا کول وويل، چي زموږ دښمن په تېر کي دا ډول اقدامات نه دي کړي، کوم چي اوس ئې د ايران پر وړاندي کوي، خو ده دا هم وويل، چي موږ ددغه سختو حالاتو څخه هغه مهال وتلای سو، چي په خپل منځ کي متحد سو او اختلافات شا ته پرېږدو.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي د امريکا له خوا پر ايران د تيلو دبنديز ترڅنګ تازه په تازه د اوسپني المونيوم او نورو فلزي توکو پر  توليد او صادراتو هم بنديز ولګاوه.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د ايران سره د اټومي تړون څخه ووتی او پر ايران ئې بيا بنديزونه پيل کړل.

تېره اونۍ د ايران ولسمشر حسن روحاني دغه بنديزونو ته په غبرګون کي وويل، چي که په ۶۰ ورځو کي نړيوال ځواکمن هيوادونه امريکا په دې قانع نه کړي، چي بېرته په تړون کي پاتي سي، نو ايران به بېرته د اټومي سرو غني کولو ته مخه کړي.

حسن روحاني نن په خپله وينا کي وويل: “  په ايران کي د ۱۹۸۰ کلونو په پرتله اوس حالات ډېر بدتر دي، ځکه هغه وخت زموږ پر بانکونو بنديز نه وو، صادرات او واردات مو لرل، يواځي د سلاح پر رانيولو بنديز وو، خو اوس حالات بالکل جلا دي”.

دا پر داسي مهال دي، چي امريکا بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکه، همداراز الوتک لېږدونکي بېړۍ د ايران اوبو ته نژدې کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024