امريکا د پاکستان پر ځينو شرکتونو او کمپنيو بنديزونه لګولي دي
Aziz Rahman Hazim
د امريکا د سوداګرۍ وزارت د پاکستان ځيني شرکتونه او کمپينيو باندي سوداګريز بنديزونه لګولي دي .
امريکا وايي، چي د دغه بنديزونو څخه ئې هدف دا يقيني کول دي چي حساسه ټکنالوجي ددغه کمپنيو لاس ته ونه لوېږي او د امريکا ملي امنيت ته خطر پېښ نه سي.
ددغه پاکستاني شرکتونو او کمپنيو نومونه لا تراوسه نه دي په ډاګه سوي.
د امريکا د سوداګرۍ وزارت وايي، چي ولسمشر ټرمپ په ټوله نړۍ کي هغه کسانو او کمپنيو ته خبرداری ورکړی دی، چي په يو نه يو ډول د ايران د سوداګريز سيسټم سره تړلي دي او په غیر قانوني توګه سوداګري مخ ته وړي.
امريکا په دې وروستيو کي تازه په تازه د ايران پر اوسپنه، المونيوم او نورو فلزي توکو چي د ايران د عائد لس سلنه جوړوي بنديزونه ولګول.