امريکا ۵۲ پاکستانيان د شک په تور له خپلي خاوري شړلي دي

Aziz Rahman Hazim | مې 16th, 2019


امريکا له خپلي خاوري ۵۲ هغه پاکستانيان شړلي دي، چي تر خپلي ټاکلي مودې زيات په امريکا کي پاتي سوي وه.

دغه کسان تېره ورځ د اسلام اباد هوايي ډګر ته ولېږدول سول.

د امريکايي چارواکو له خولې، دغه کسانو باندي شک وو، چي څرنګه ئې د خپل ټاکلي مودې زيات وخت په امريکا کي تېر کړی دی او کېدای سي دغه کسانو د امريکا ملي امنيت ته خطر پېښ کړی وای، نو ځکه ئې ددغه پاکستانيانو پر وړاندي ژر اقدام واخيستی.

امريکايي چارواکي وايي، چي دغه شړل سويو کسانو ته به په راتلونکي کي د امريکا وېزه نه ورکول کېږي او هغه دولتي چارواکي هم د امریکا له وېزې څخه محروم دي، کومو چي ددغه کسانو ضمانت کړی وو.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد بلل کېږي او د پاکستاني وګړو سره اوس د نړۍ په هر ځای کي ډېر پام کېږي، چي هسي نه ترهرګريزه پېښه ونه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024