امريکايي ځواکونو منلې چي په هلمند کي ئې په تېروتنه پر افغان سرتېرو هوايي بريد کړی دی
Aziz Rahman Hazim
د پنجشنبې په شپه د هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالي کي امريکايي ځواکونو په تېروتنه د افغان سرتېرو يوه پوسته بمبار کړې ده چي ګڼ افغان سرتېرو ته ئې مرګژوبله واړول.
د امریکایي ځواکونو ویاند وویل دغه عملیات له هغه وروسته وسول چي افغان ځواکونو ترې د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کي میشت د امریکایي ځواکونو یو ویاند ډیگ بټلر د اسوشیتد پرس خبري ادارې ته ویلي چي د دغو هوایي عملیاتو څخه ترمخه په سیمه کي افغان قواو په ساحه کي د افغان ځواکونو د نه شتون په هکله دوی ته ډاډ ورکړی و.
ښاغلي بټلر وویل: “خو له بده مرغه داسې نه وو او یوه غمیزه رامنځ ته سوه مو نږ ددغې پیښې د څیړلو په حال کي یو چي څنگه ناسم اطلاعات مونږ ته رارسیدلي دي تر څو په راتلونکي کي ددې ډول پیښو مخه ونیول سي.”
د رپوټونو له مخې په دې پیښه کي ١٧ افغان پولیس وژل سوي دي خو طالبانو دعوه کړې ده چي ۳۵ تنه افغان سرتېري د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کي وژل سوي دي.
په افغانستان کي د جګړې پر مهال هره ورځ ګڼ شمېر هوايي بريدونه کېږي چي کله کله دا بريدونه په تېروتنه افغان سرتېري هم په نشه کړي.