منظور پښتين: د آصف غفور د څرګندونو وروسته د پي ټي ايم مشرانو ته اخطارونه ورکول کېږي

Aziz Rahman Hazim | مې 24th, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي د پوځ د وياند آصف غفور د څرګندونو وروسته د پي ټي ايم مشرانو ته ګواښونه او اخطارونه ورکول کېږي.

ښاغلی پښتين چي تېر ماښام ئې پر خپله فيسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه اولس ته وينا کول وويل، چي “د پي ټي اېم ملګرو ته ګواښونه کيږي او هغه په داسې وخت کې کيږي چي د پوځ وياند وايي چي ستاسو وخت نور پوره دی نو تاسو اندازه لګوئ چي ګواښونه بيا څوک کوي په دې هر څوک خبر دی”.

د پاکستان د پوځ وياند آصف غفور څه موده وړاندي پر پي ټي ايم تور پوري کړ، چي د افغانستان او هند له استخباراتو څخه ورته پيسې راځي او نور ددې غورځنګ وخت ختم دی.

ښاغلي پښتين د تېر ماښام په خپله وينا کي وويل، د خپلو غوښتنو منلو پورې به مبارزه جاري ساتو او د خپلو خوېندو، ميندو سره کړې وعدې به پوره کوو که دنيا ورته د غدار باغي او هر څه نوم ورکوي.

نوموړي له دې وړاندي هم ويلي وه، چي هر ډول حساب کتاب ورکولو ته تيار دی خو پوځ به هم حساب ته ځان حاضروي.

نوموړي د افغان لفظ ته په اشارې سره وويل، چي پښتانه درې لهجې لري خو دا لهجې ئې د افغان له نوم څخه نه سي بېلولای.

نوموړي وويل: “پښتون يو نسل دی که څوک یې پشتون، پشتين يا پښتون او که افغان يا پټان يې بولې”.

ښاغلي پښتين د اختر پر دريمه ورځ د جنوبي وزيرستان په لدها سيمه کي هم د يوې ستري جلسې د جوړېدلو اعلان وکړ او له ټولو پښتنو څخه ئې غوښتنه وکړه چي دغه جلسې ته ځانونه اماده کړي.

نوموړي وويل، چي په دغه جلسه کي به د واڼې د قربانيانو، ارمان لوڼي، عالمزېب او په پښتونخوا کي د قبضه سويو معدنياتو په هکله خبري او ويناوي وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024