د هند سفير: تر څو چي د پاکستان بهرنۍ پاليسي پر ترهګرۍ ولاړه وي، هند به خبري ورسره ونه کړي

Aziz Rahman Hazim | مې 24th, 2019


په  امريکا کي د هند سفير هاريش شرينګلا وايي، د پاکستان سره ترهغو خبري نه سي کېدای  تر څو چي ددغه هيواد  بهرنۍ پاليسي پر ترهګرۍ ولاړه وي.

نوموړي دا خبري تېره ورځ په واشنګټن کي د امريکا ږغ  اردو څانګي  سره په يوې مرکه کي کړي دي.

نوموړی وايي، په کومه ورځ چي پاکستان د ترهګرۍ د لارې د خپلو ګټو ترلاسه کول پرېږدي بيا به د هند د حکومت وکړای سي چي ښې اړيکې ورسره پېل کړي.

دا څرګندوني پر داسي مهال سوي دي، چي په هند کي تازه ټولټاکني د نريندرا مودي د ګوند بهارتيه جنتا په ګټه پای ته ورسېدلې.

د پاکستان او هند اړيکي وروسته له هغه ډېري خرابي سوې، چي پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد په هندي کشمير کي يو بريد وکړ او په لسګونو هندي سرتېري ئې ووژل.

له دې پېښي وروسته هند د پاکستان په خاوره کي بمبار وکړ او د جيش محمد ډلي په لسګونو جنګيالي ئې له پښو وغورځول.

Copyright Larawbar 2007-2024