وروستيو اورښتونو د مالي زيانونو ترڅنګ درنه مرګژوبله هم اړولې ده

Aziz Rahman Hazim | مې 25th, 2019


د طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، چي په تېرو څو ورځو کي د هيواد په بېلابېلو سيمو کي درنو اورښتونو شاوخوا ۲۴ تنه وژلي دي او ګڼ شمېر هستوګنځي ئې هم له منځه وړي دي.

ياد وزارت نن د شنبې په روځ په يوه خبرپاڼه کي وويل، چي دغه کسانو د يوې مياشتي په دننه کي د سيلابونو او اورښتونو له امله  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خبرپاڼي له مخي ويل کېږي چي ۲۲۱ کورونه هم د سيلابونو له امله ويجاړ سوي دي.

د وزارت مرستيال حشمت خان بهادري وايي، چي د سيلاب ځپلو سره ئې نغدي مرسته کړې ده، چي دا مرسته شاوخوا دوه مليونه افغانيو ته رسېږي.

د بهادري په خبره، د هغو کورنيو سره چي د کورنۍ غړي ئې ژوند له لاسه ورکړی دی پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته سوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کې د دولت وزارت همدارنګه زیاته کړې چي د بارانونو له امله دغه ځاني او مالي زیانونه په کابل، پروان، بامیان، غزني، غور او هرات ولایتونو کي اوښتي دي.

پاته دي نه وي، چي د وروستيو اورښتونو له امله د غور تاريخي منار  هم د زيان سره مخ سوی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024