هند: مذهبي مراسمو ۱۵۰ تنه مړه او ۵۰۰ ټپيان كړل
د هند په هيماچال پردېش ايالت كي د هندوانو په يوه مندر كي د مذهبي مراسمو پر وخت د ۱۵۰ په شاوخوا كي كسان مړه او تر ۵۰۰ تنو ډېر ټپيان سول.
پېښه د د هيماچال پردېش ايالت د بيلاس ښارګوټي په نيناډيوي مندر كي پر داسي وخت رامنځته سوې ده چي د دوو لكو په شاوخوا كي هندوانو خپل مذهبي مراسم ترسره كول. د بي بي سي د يوه راپور له مخي ټاكل سوې وه چي دغه مراسم به نهه ورځي دوام وكړي، خو پر دوهمه ورځ يې دغه كړغېړنه پېښه رامنځته سوه چي د مراسمو ګډونوال يې سخت خواشيني كړي دي.
پوليس وايي وژل سوي كسان په ګڼه ګوڼه كي تر پښو لاندي سوي دي چي ډېرى يې كوچنيان، سپين ږيري او سپين سري دي.
د پېښي اصلي علت تر اوسه نه دئ مالوم، خو د پوليسو په وينا داسي ښكاري چي د مراسمو په منځ كي دي كوم بېروونكى خبر خپور سوى وي، چي خلګ يې پر يو او بل باندي ختلو او ټېل ماټېل ته مجبوره كړي دي.
د هند پوليس وايي په دې باب يې څېړني پيل كړي دي.