کور / راپور / ميا افتخار حسين: د عوامي نيشنل ګوند پر غړو د آی ايس آی په مرسته بريدونه کېږي

ميا افتخار حسين: د عوامي نيشنل ګوند پر غړو د آی ايس آی په مرسته بريدونه کېږي

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي سکرټر میا افتخار حسين وايي، چي ددوی پر غړو د استخباراتو په مټ بريدونه کيږي.

نوموړي دا څرګندوني د سرتاج خان د وير په مراسمو کي وکړې.

سرتاج  خان د جون پر ۲۹ نېټه د پېښور په ګلبهار سيمه کي ووژل سو.

ورپسې په سوات کي د ګوند یوه مخکښ عبدالله یوسفزي پر کور په برید کي د هغه ورور او زوی ژوبل سول.

له دې لس ورځې وړاندې په باجوړ کي د ګوند ځایي مشر مولانا ګلداد خان په بمي برید کي ژوبل سوی او یو ملګری یې وژل سوی وو.

ميا افتخار حسين وويل، چي ددوی د ګوند پر غړو باندي د استخباراتو په ملاتړ بریدونه کيږي، ځکه نو قاتلين نه نيول کيږي او نه هم سزا ورته ورکول کيږي.

نوموړي وويل: “اول قاتل نه نیول کيږي که ونیول سي نو سزا ورته نه ورکول کیږي. احسان الله احسان شاهي میلمه دی، زما د زوي قاتل په کراچۍ کي نیول سوی دی، هغه ورځ یې ضمانت کیدو والا و. د راو انور ضمانت وسو.”

عوامي نېشنل ګوند له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ پورې په خېبر پښتونخوا کي د پیپلز ګوند سره شریک حکومت لرلو، په دې موده کي د هغه ګوند په مشرانو او پلویانو هم بریدونه روان ول چې پکي د هغه وخت د صوبې مشر وزیر او د ګوند مخکښ بشیر بلور هم وژل سوی و.

د ۲۰۱۸م کال په جولای کي په پېښور کي د انتخاباتي کمپاین پر مهال هارون بلور د شلو نورو کسانو سره یو ځای په ځانمرګي برید کي ووژل سو.

پاکستانی پوځ په سيمه کي د پښتنو په ټولوژني سره غواړي چي خپل واک ټينګ کړي، چي همدا اوس ئې په وزيرستان کي د ګرځبنديز له امله بشري ناورين رامنځ ته کړی دی.