هريپور کي ګاډی کندي ته لوېدلی، د ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
Aziz Rahman Hazim
د خيبر پښتونخوا په هريپور کي يو بس موټر د سړک غاړې يوې ژورې کندي ته لوېدلی څلور تنه پکي مړه سوي او ۳۰ تنه ژوبل دي.
دا بس ګاډی چي د هريپور څخه ناړه امازۍ ته پر لار وو په کپړه سيمه کي يوې کندي ته لوېدلی دی.
ژوبل کسان نژدې روغتون ته انتقال سوي دي .
په ژوبلو کسانو کي د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.