افغان ځوانان لا هم د ژوند بدي تجربي ګالي
داګست ۱۲ دځوانانونړيواله ورځ ده چي هركال دافغانستان ترڅنګ دنړۍ په نيژدي ټولوهيوادونوكي لمانځل كيږي .
سږنۍ دځوانانونړيواله ورځ داسي مهال لمانځل كيږي چي زرګونه افغان ځوانان په خورابدوشرائطوكي ژوندسباكوي.
بيسوادي ، بيروزګاري ، ناامني، تعليم اوتربيي ته پوره نه لاسرى اوپه مخدره توكوروږدتياهغه څه دي چې دافغان ځوانانوژونديي له جدي ګواښ سره مخ كړي .
په داسي حال كي چي دهيوادپه ډيروبرخو، په ځانګړي توګه سويل اوختيځ كي نااراميواوجګړوخورازوراخستى ، دجګړوډيرى قربانيان هم ځوانان دي چي په جګړه كي دښكيلودواړوغاړوپه ليكوكي ورڅخه كاراخستل كيږي .
همدااوس زرګونه افغان ځوانان داقتصادي ستونزواوسالمي بوختيادنشت له امله ددولت ضدډلوسره يوځاي سوي اوپه عملي توګه په جګړوبوخت دي .
يولوي شميرځوانان بيا بيسواده دي اودهيوادپه كچه څه باندي اوه مليونه افغان ماشومان همدااوس له زدكړي محروم پاته دي .
يوبل څه چي دافغان ځوانانوژوندګواښي په هيوادكي دمخدره توكوپراخ كراوكاروباردى چي له امله يي شاوخوايونيم مليون افغانان په نشيي توكوروږدي سوي چي ډيرى يي ځوانان دي.
پراخه بيروزګاري بل هغه څه دي چي ځوانان يي له اقتصادي پلوه له مځكي وهلي اوبدوخواوته يي ورټيل وهلي دي .
دنړيوالي ټولني په مرسته اوسنى حكومت څه باندي اوه كلن سوى خولاتراوسه په دي نه دى توانيدلي چي په لرې پرتو ولايتونواوسيمو کې د ځوانانو ښوونه او روزنه سمه ، بې کاري او په نشه يي توکوردځوانانوروږدتياله منځه يوسي .
كه څه هم په هيوادكي دځوانانودملاتړ، ودي اوپياوړتياګڼي كورنۍ اوبهرنۍ اداري په كاربوختي دي خوترډيره يي فعاليتونه يوازي ترشعارونواو وركشاپونوپوري محدوددي اوله ښارونوليري ځوانانولپاره يي كوم خاص كارنه ترسترګوكيږي .
وړاندي دځوانانوپه نوم بيل وزارت وخواوس چي په كلتوروزارت كي مدغم سوي ، دځوانانودستونزدهوارولولپاره يي په يوشميرولايتونوكي ديونيسيف اوهبيتاتوپه مرسته دځوانانودپياوړتيااواړيكومركزونه پرانيستي دي .
كه څه هم چي دځينوپه باورديوشميرځوانانوراغونډول اوپريوه مركزيي سره يوځاي كول ، ترډيره يوګټورګام دي اودډسپلين اونظم پرلوريوه ښه هڅه ده خودځوانانودبيشميره اقتصادي اوټولنيزوستونزودحل اغيزمنه چاره نه ده بلكي په دي برخه كي نوروكوټلوګامونوته هم اړتياده .
همداوس هم سري وخت دي بايددځوانانوژوندته ځانګړي پاملرنه وسي، دتعليم اوتربيي غم وخوړل سي ، كارورته پيداسي اودمخدره توكوله منګولووژغول سي .
كه ځوانانو ته پاملرنه ونه سي او د ژوند ښه شرايط ورته برابر نکړاي سي، ورانکارې ډلې به يې جذب کړي او له هغوى نه په د هيواد د ورانۍ په برخه کې کار واخلي .
د ځوانانو د شخصيت په جوړېدو کې د کورنيو رول ډېر اغېزناک دى ځکه چې ځوانان په همغه کچه چې انساني ارزښتونه مني، همغومره د تاوتريخوالي، نشې، ورانکاريو په لومو کې هم ډېر ژر لوېږي .
ټول چارواکي او مشران په تېره بيا کورنۍ دنده لري له ځوانانو سره مرسته وکړي چې په شخصي، ملي او کلتوري ارزښتونو د ولاړ هويت د تر لاسه کولو سمه لار وټاکي.