ځايي اوسېدونکي: ډېره اسماعيل خان کي پوځ په لوی لاس ناامني جوړول غواړي

Aziz Rahman Hazim | جولای 22nd, 2019


تېره ورځ د ډېره اسماعيل خان په کوټله سيدانو سيمه کي نامالومه وسلوالو د پوليسو پر پوسته بريد وکړ او دوه تنه پوليس ئې ووژل.

ددغه پېښي وروسته چي کله د پوليسو مړي روغتون ته انتقالېدل هلته د هسپتال په دروازه کي يوې ښځينه ځانمرګي بريدګري ځان ته چاودنه ورکړه، چي شپږ تنه ئې ووژل او ګڼ شمېر نور ئې ژوبل کړل.

په دغه بريد کي تر ۳۰ زيات کسان زخميان سول چي د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د بريد پړه د تحريک طالبان پاکستان ډلي پرغاړه واخيستل او وايي، چي د روغتون په دروازه کي ښځي نه بلکي سړي ځان ته چاودنه ورکړې ده.

خو د سيمي خلګ او سياسي فعالان وايي، چي دا ډول بريدونه د پوځ د هغې غلطي پاليسۍ نتيجه ده چي د پښتنو په سيمه کي ئې جاري کړې ده.

ټولنيز فعال او د ډېره اسماعيل خان يو اوسېدونکی اکبر خان وايي، “ دلته د پوج لخوا ځينو ترهګريزو کړيو ته روزنه ورکول کېږي، هغوی وسلې په لاس په بازارونو کي تګ راتګ کوي، د پوځي چاوڼيو څخه ډلي ډلي وسلوال نورو سيمو ته استول کېږي.”

اکبر خان زياتوي، نو چي کله دا ډول حالات پوځ په خپله جوړ کړي دي، نو ارومرو به د تشدد پېښي هم کېږي.

په خيبر پښتنوخوا کي د پوځ لخوا وخت پروخت بې ګناه خلګ وژل کېږي او د تشدد د پېښو وروسته دپښتنو ځوانان د پوځ لخوا وژل کېږي او يا هم لادرکه کېږي.

د پاکستاني پوځ لخوا د پښتنو ځپلو لپاره په خيبر پښتونخوا کي ګڼ شمېر ترهګر وسلوال د پوځي روزني وروسته په سيمه کي خپرېږي او د نا امنۍ جوړولو لپاره باقاعده پلانونه ورته ورکول کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024