په اندونيزيا کي د افغان علماوو يو کنفرانس جوړېږي

Aziz Rahman Hazim | جولای 25th, 2019


اندونیزیايي چارواکي وايي، چي د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماو دوېمه درې اړخیزه ناسته به راتلونکي میاشت په دې هیواد کي جوړه سي. د ملي امنیت سورا د دفتر له مرستیال عتیق الله نوشېر سره په کتنه کي د آسیا پسېفیک او افریقا لپاره د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت مسئول ډیسرا پارکایا وویل، چي د ناستې لپاره د آګست ۲۶ مه او ۲۷ مه په پام کي نیول سوې ده.

د ملي امنیت سورا د دفتر مرستیال په داسې حال کي، چي د سولې او پخلاینې په برخه کي د اندونیزیا له همکارۍ مننه وکړه، د علماو لومړی کنفرانس ډېر اغېزناک وباله. ده وویل، چي دغه شان کنفرانسونه په هیواد کي د تفاهم د رامنځته کيدو او د سولې د راوستو لامل ګرځي.

اندونیزیايي لوري غوښتنه وکړه، چي افغانستان دې کنفرانس ته خپل علما معرفي کړي. ده وویل، چي هیواد یې د سولې داسې پروسې ته ژمن دی، چي د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لخوا وي.

ښاغلي ډیسرا پارکایا په ورته وخت کي وویل، چي هیواد یې په پام کي لري ډېر ژر د افغان مېرمنو یو کنفرانس هم راوبولي، چي په هغه کي به د سولې، پراختیا، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او داسې نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او بحثونه وسي.

د ملي امنیت سورا د دفتر مرستیال ښاغلي نوشېر له دې طرحې د ملاتړ ترڅنګ وړاندیز وکړ، چي د پراختیا په برخه کي د اندونیزیا له تجربو د ګټې اخیستنې لپاره دې د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډ کار وسي، چي په دې اړه ابتدايي توافق رامنځته سو.

په ناسته کي په کابل کي د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف الرحمان هم برخه لرله.

Copyright Larawbar 2007-2024