روسيه: پر اېران نوي بنديزونه نه دي لګېدلي
متحده ايالاتو ته د روسيې سفير پر اېران باندي د نړيوالو طاقتونو د نوو بنديزونو لګېدل رد كړل او وايي چي تر اوسه د نړۍ شپږو غټو هيوادونو پر اېران د نوو اقتصادي بنديزونو پر سر هوكړه نه ده كړې.
متحده ايالتونو اېران ته دوې اونۍ وخت وركړى و چي كه د اټومي پروګرام له پراختيا څخه لاس وانخلي پر دغه هيواد به نور اقتصادي بنديزونه هم ولګېږي.
د روسيې سفير ويټالي چركن په يوه خبري كنفرانس كي وويل د نړۍ د شپږو غټو هيوادونو په دغه غونډه كي پر اېران د اقتصادي بنديزونو وړانديز وسو، خو د روسيې په ګډون ځينو نورو هيوادونو د امريكا له دې وړانديز سره موافقه نه ده ښودلې.
روسيه وايي له اېران سره دي د اټومي پروګرام ستونزه له ډيپلوماتيكو لارو آواره سي.