کور / اقتصادي / سږ کال په افغانستان کي د غنمو محصولات ۵.۲ مليون ټنه زيات سوي دي

سږ کال په افغانستان کي د غنمو محصولات ۵.۲ مليون ټنه زيات سوي دي

د افغانستان د کرهڼي وزارت وايي، چي په هيواد کي د غنمو په توليد کي د پام وړ زياتوالی راغلی دی او سږ کال به موږ په کور دننه  کي د محصول سويو غنمو څخه خپلي اړتياوي پوره کړو.

دغه وزارت وايي، چي په هيواد کي د ډيرو اورښتونو له امله د غنمو په محصولاتو کي ۵.۲ مليونه ټنه زياتوالی راغلی دی او افغانستان ۶ مليونه ټنو غنمو ته اړتيا لري.

د کرهڼي او مالدارۍ وزير نصيراحمد درانی وايي، په روان کال کي د افغانستان کرنیز او وارداتي بیلانس ۷۰۰ میلیونه ډالر اټکل سوی دی.

هغه وویل:”سږ کال زموږ د غنمو حاصلاتو کي ۵.۲ میلیونه ټنه زیاتوالی راغلی دی، موږ ۶ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لرو، چي له جملې څخه یې له ۵۰۰ زره ټنو زیاتو څخه اړتیا نه لرو چي وارد کړو.”

نوموړي زیاته کړه چي روان کال د افغانستان کرنیز صادرات له ۵.۱ میلیون څخه بیا تر ۱.۷ میلیون امریکايي ډالرو پورې اټکل سوي دي، چي نسبت تېر کال ته د پام وړ زیاتوالی پکي راغلی دی.

افغانستان که څه هم زراعتي هيواد دی، خو بيا هم د خپلي غلې دانې او خوراکي توکو لپاره په کور دننه کي د اړتيا وړ خواړه نه برابرېږي او ډېر څه له نورو هيوادونو څخه واردوي.