فردوس اعوان: مولاناصاب سياست د اسلام په نامه کوي، خو يو کار ئې هم پر اسلام برابر نه دی
Aziz Rahman Hazim
د پاکستان د اطلاعاتو مرستيالي فردوس عاشق اعوان وايي، چي مولانا فضل الرحمن د مذهب ټيکداري اخيستې ده، خو هيڅ کار ئې د اسلام لپاره نه دی.
اعوان چي نن ئې د رسنيو سره خبري کولې وويل، چي مولانا صيب د ځان څخه د مذهب ټيکدار جوړ کړی او ناسته ئې د غلو ډاکوانو سره ده .
فردوس اعوان وايي، چې مولانا صيب سياست د اسلام په نوم کوي خو يو کار ئې هم د اسلام لپاره نه دې کړی،صرف د غلو ډاکوانو مدد کوي
په ورته وخت کي د پاکستان د ټکنالوجۍ وزير فواد چوددري هم پر مولانا سختي نيوکي کړي دي، هغه وايي چې مولانا فضل الرحمان مسلم ليګ ن او پيپلزپارټۍ په کرايه اخستې دي ، صرف فتواوي پرې جاري کوي.
په پاکستان کي د اپوزيسون او حکومت ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زور واخيستی چي حکومت د مخالف ګوندونو مشران زندان ته واچول.
دا مهال پاکستان په کور دننه کي د سخت سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.