د کشمير او افغان سولي د تړلو په هکله د شهباز شريف څرګندوني په پراخه کچه غندل سوي دي

Aziz Rahman Hazim | اگست 8th, 2019


د پاکستان د مخالف سیاسي ګوندونو مشر شهباز شريف وروستی څرګندوني چي د افغانستان امن ئې د کشمير پوري تړلی سخت غبرګونونه راپارولي دي.

شهباز شريف د کشمير په تړاو د هند د وروستۍ پرېکړي په هکله پارلمان ته وويل: “ دا څنګه تړون دی چي موږ په افغانستان کي د امن سټيج جوړو خو بلخوا په کشمير کي د وينو سره لوبي کيږي “

د نوموړي دا ډول څرګندونو په سيمه او افغانستان کي د سياستوالو ګڼ غبرګونونه راپارولي دی.

پخوانۍ سناتور او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي، دا يوه غير منطقي خبره ده چي د کشمير موضوع دي د افغانستان سره وتړل سي.

ښاغلی خټک وايي، د شهباز شريف څرګندوني به په افغانستان کي د پاکستان ضد فکر ته نوره هم وده ورکړي او پښتانه به د رياست څخه نور هم ليري سي.

ليکوال او څيړنکار ډاکټر خادم حسين په ټويټر ليکي د شهباز شريف لخوا بيان کې د افغانستان امن د کشمير سره تړل غير منطقي او غير ضروري دې . افغانستان دې ولې د پاکستان او هند ترمنځ دقربانۍ ګډوری جوړ سي.

همداراز پر خواله رسنيو افغانانو او د محکوم وطن پښتنو د شهباز شريف يادي څرګندوني په کلکه غندلي دي.

د خواله رسنيو ګڼ فعالان وايي، چي کشمير د افغانستان او پښتنو سره هيڅ اړه نه لري.

د ټويټر يو کارونکی کاکا سيف ترين پر خپل ټويټر ليکلي: “ څومره ظلم چي پاکستان پر پښتنو کړی دی، هغومره زور زياتی هند په کشمير کي نه دی کړی”.

د بشري حقونو بلي فعالي ثنا اعجاز پر خپل ټويټر ويلي، چي  کشمير په کشميريانو پوري اړه لري او پښتانه دي خپل غم وخوري، ځکه کشمريانو تراوسه د پښتنو لپاره آن يو احتجاج هم ونه کړ.

Copyright Larawbar 2007-2024