اشرف غني: هغه هوکړه چې پکي د افغانستان هویت مصؤون نه وي، راته د منلو وړ نه دی

Aziz Rahman Hazim | اگست 14th, 2019


افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي د سولي په تړون کي به د افغان ځواکونو پر سر هيڅ ډول معامله ونه سي.

نوموړي تېره ورځ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د منسوبينو سره په کتنه کي وويل، چي دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چي د افغان ځواکونو پر سر معامله وکړي او يا هغوی ته په بده سترګه وګوري.

نوموړي وويل، چي په شخصي توګه  د کوم قيد او شرط پرته سولي ته تيار دی، خو د هيواد ملي ګټي ورته ترټولو مهمي دي او د سولي لپاره لومړی شرط دادی چي افغان ملي او دفاعي ځواکونه به پرخپل حال پاتي وي.

ښاغلي غني وويل: “د (سولې) مذاکراتو لپاره هېڅ قید او شرط نلرم. خو سوله مشروطه ده. زموږ اول شرط دا دی چې زموږ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې هېڅ ډول معامله نه سي کيدای. هر څوک چې تاسو ته کوږ وګوري، زما له تورې سره به مخامخ سي.”

ښاغلي غني وویل چې د سولې په تړونونو کي د افغانستان ” دولت د ټولو افغانانو د مشروع او رسمي دولت ” او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ” د نړیوالې ټولنې د اصلي شریک” په توګه په رسمیت پېژندل کیږي.

هغه وویل که ” که څوک وايي چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به منحل سي، دا شرایط به په زرو کلونو کي هم ونه منم. ” او هغه هوکړه لیک، چې په کي د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، ور ته د منلو وړ نه دی.

هغه دا هم وويل، چي پر افغان امنیتي ځواکونو باندې به د پخواني ولسمشر نجیب الله له دوران وروسته کیسې نه تکراریږي.

ښاغلي غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي چي په دوحه کي د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبري پای ته رسېدلي دي او دواړه لوري يوه توافق ته سره نژدې سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024