عمران خان: د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې پېښېدو خطره سته

Aziz Rahman Hazim | اگست 23rd, 2019


د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، چي نور د هند سره د خبرو وخت تېر سوی او دی په دې لټه کي نه دی چي د هند سره خبري وکړي.

نوموړي دا څرکندوني د نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کي کړي دي او ويلي ئې دي چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د رامنځ ته کېدو وېره ډېره سوې ده.

عمران خان وايي، چي په کشمير کي د تاوتريخوالي په هکله ئې د امريکا ولمسشر ډونلډ ټرمپ هم خبر کړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه تاوتريخوالی زيات سوچي هند په کشمير کي  ۳۷۰مه ماده ختمه کړه او د کشمير نيمه خپلواکي ئې ختمه کړه.

Copyright Larawbar 2007-2024