اسدالله خالد: په کندوز کي به د هر څاڅکي ويني غچ اخلم

Aziz Rahman Hazim | سپتمبر 1st, 2019


د دفاع وزير اسدالله خالد وايي چې کندوز کې د هر څاڅکي توی شوې ويني غچ به اخلي

د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال اسدالله خالد چي د لوړپوړي امنيتي پلاوي په مشرۍ کندوز ته تللی ويلي، چي د هيواد د خلګو ساتنه به کوي.

د شنبې په شپه يوه نيمه بجه طالبانو پر کندوز ښار د څلورو اړخونو څخه برید وکړ او تېره ورځ د ښار په څنډو کي افغان ځواکونه د طالبانو سره په جګړه بوخت وه.

په ورته مهال کي د افغانستان د دفاع سترجنرال اسدالله خالد، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي او په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر کندوز ښار  ته ولاړل ترڅو جګړه ايز حالت له نژدې وڅاري.

اسدالله خالد چي په ښار کي پر افغان سرتېرو ګرځېدی امنيتي ساتونکو ته ئې  وويل:

“تاسو د هیواد او خاوري د عزت ، پت او ناموس ساتونکي ‌یاست ، د ضرورت پر مهال د دفاع وزارت ټول امکانات ستاسو خدمت کې دي. زه حاضر یم چې ستاسو سره اوږه په اوږه دافغانستان د ښمنانو خلاف وجنګېږم.

تاسو به د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي مخنیوی کوئ ؛ خو دښمن به ځپۍ او د یوه یوه څاڅکي توی شوې ویني غچ به ترې اخلو”.

نوموړي وويل، طالبان په شمالي سيمو کي تر سخت فشار لاندي دي او له دې حالت څخه د ځان ساتلو لپاره هڅه کوي چي دا ډول بريدونه وکړي.

نوموړي ويلي، چي طالبانو ته ئې درنه مرګژوبله اړولې ده.

خو بل خوا طالبان ادعا کوي چي پر کندوز ښار د بريد پر مهال ئې ګڼ افغان سرتېري وژلي او پوځي مهمات ئې ترلاسه کړي دي.

په ورته وخت کي تېره ورځ ماځيګر د کندوز ښار په مرکز کي ځانمرګي بريد د امنيه قومندان په ګډون ګڼ کسان ژوبل کړل او د ملکي وګړو په ګډون ۱۰ تنه ووژل سول.

Copyright Larawbar 2007-2024