کور / راپور / طالبانو سره صليب ته د فعاليت اجازه ورکړه

طالبانو سره صليب ته د فعاليت اجازه ورکړه

طالبانو د څو مياشتو وروسته د سره صليب نړيوالي ادارې ته اجازه ورکړه چي په افغانستان کي خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.

شاوخوا پنځه مياشتي وړاندي طالبانو د سره صليب فعاليتونه بند کړي وه او ويلي ئې وه چي دغه اداره  د هغه هوکړي څخه سرغړونه کړې چي ددوی او سره صليب ترمنځ سوې وه.

سور صليب چي له درو لسيزو څخه په افغانستان کي خيريه کارونه کوي تر ډېره د جنګ ځپلو کسانو سره لومړنۍ او روغتيايي مرستي کوي.

طالبانو په لراوبر ته په رااستول سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په قطر کي د دوی د استازو او د سره صليب د چارواکو ترمنځ خبرو اترو وروسته دغې ادارې ته اجازه ورکول سوه چي په افغانستان کي خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.