ملګري ملتونه: د طالبانو لخوا پر عامو وګړو بريد بشري جنايت دی

Aziz Rahman Hazim | سپتمبر 18th, 2019


ملګرو ملتونو د کابل او پروان پروني بريدونه په سختو ټکو غندلي دي او ويلي ئې دي چي تشدد په هرځای او هروخت کي د منلو نه دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چي په کابل او پروان کي پروني بريدونه د منلو نه دي او طالبانو پر هغه کسانو بريد کړی چي ازادۍ او ولسواکۍ ته راټول سوي وه.

تېره ورځ په پروان ولايت کي داشرف غني ټاکنيز کمپاينغونډي ته څېرمه يو ځانمرګي بريدګر۲۶ کسان ووژل او ۴۲ نور ئې ژوبل کړل.

په وژل سويو کي څلور سرتېري او پاتي عام وګړي وه، چي ښځي او ماشومان هم پکې وه.

بل خوا د کابل د دفاع وزارت د پيژنتون په دروازه کي هم ځانمرګي بريدګر ګڼه مرګژوبله واړول.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د کابل په بريد کي ۲۲ تنه ووژل سول او ۳۸ نور ټپيان سول.

طالبانو د کابل او پروان د چاودنو مسؤوليت پر غاړه واخيست او ګڼو سرتېرو ته ئې د مرګژوبلي اړولو ادعا کړې ده.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په پروان کې پر ټاکنیزې غونډې د طالبانو برید غندلی دی.

یوناما پر یادې ټاکنیزې غونډې برید له نړیوالو ډموکراټیکو اصولو څخه سرغړونه بللې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024