هند: د کشمير په هکله د هيچا منځګړيتوب نه منو

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 1st, 2019


د هند د بهرنيو چارو وزير روي شنکر ويلي، چي د کشمير په مساله کي د هيچا منځګړيتوب نه مني او دا موضوع به هند د پاکستان سره په مخامخ توګه حل کړي.

ښاغلي شنکر چي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د ګډون وروسته د امريکا پلازمېني واشنګټن ته تللی دی، هلته ئې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير سره هم کتلي دي.

نوموړي چي نن په واشنګټن کي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل، دا په ډاګه کړه چي د کشمير په هکله د هند دريځ روښانه دی او په دې کي دريمګړي ته اړتيا نسته.

ښاغلي شنکر دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د امريکا ولسمشر ټرمپ څو ځلي ويلي، چي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر را ولاړ سوی جنجال په هواري کي منځګړيتوب کولای سي.

ټرمپ تېره اونۍ د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره په کتنه کي وويل، چي دی د دريمګړي په توګه د هند او پاکستان ترمنځ ګډون کولای سي، خو په دې شرط چي دواړه هيوادونه دده منځګړيتوب ته قايل وي.

د هند د بهرنيو چارو وزير وايي: “د کشمیر په اړه د هند دریځ له څلوېښتو کلونو څرګند دی چي موږ په دې برخه کي د چا منځګړتوب نه منو او له پاکستان سره په دوه اړخیزه توګه دا شخړه هوارول غواړو”.

هغه زياته کړه: “په دې اړه هر څوک [د منځګړتوب] وړاندیز کولای سو خو دا پرېکړه به موږ کوو چي که دا وړاندیز اړخ نه لګوي نو دا کار نه سي کيدای”.

هند د اګسټ پر پنځمه نېټه د کشمير نيمه خپلواک حیثيت لغوه کړ او په بشپړه توګه ئې د هند تر قانون لاندي راوستی، چي په دې سره پاکستان ډېر په غوسه سوی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024