د اروزګان اوسېدونکي: د ترينکوټ ښار د پخوا په پرتله امن شوی

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 4th, 2019


د ارزګان په ترینکوټ ښار کې پخوا د جنايي پېښو تر څنګ چریکي برید کوونکي او غیرې مسووله وسله والو شتون زیات و، خو له تېرو څو میاشتو راهیسې د غیرې مسووله وسله والو پر شتون له بندیز سره سم د ښار امنیتي فضا ښه شوې او د نا امنۍ پېښې په کې کمې شوې دي.

دوی زياتوي، لدې وړاندې به خلک په ښآر کې د ګرځېدا پر مهال په وېره کې ول، خو اوس په نوموړي ښار کې د شپې او ورځې خپلې چارې په منظم ډول پر مخ وړي او خلک هیڅ د وېرې احساس نکوي. دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې هم د خلکو امنيت دغه ډول خوندي وساتي.

د ترینکوټ ښار د هېواد د ډېری نورو ښارونو په پرتله کوچنی دی، د دغه ولایت د ډېری ولسوالیو لويي لارې له نوموړي ښار سره تړلې دي، خو ډېری وخت له ښار څو کیلو متره ورها خوا بیا افغان ځواکونه له دولت ضد وسلوالو ډلو سره په نښته کې ښکېل وي.

د ارزګان امنیه قومندان وايي، چې د ښار او ښاریانو لپاره یې پولیسو ته دنده سپارلې، چې خپلې چارې منظمې پر مخ یوسي او هیڅ غیرې مسوول وسله وال ته د داخلېدو اجازه ورنکړي.

هغه وايي، ۲۴ ساعته يې سرتېري په ښار کې پلې ګزمې او د امنيت د ښه کولو په برخه نور پلانونه پلي کوي او خپله هم عامو خلکو ته د امنيت په برخه کې د ښې روحیې ورکولو لپاره پر موټرسايکل ګرځي.

تر دې وړاندې په ترينکوټ ښار کې خلکو له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د ښار امنيت لپاره دې په ښار کې پلې ګزمې زياتې کړي.

په ښار کې د لومړۍ حوزې ترڅنګ د ښاري ګارنيزون سرتيري هم وخت نا وخت د ښار د امنیت خوندیتوب په موخه پلې ګزمې کوي.

خبریال: احسان الله ولسمل

Copyright Larawbar 2007-2024