اسلام اباد کي د (ازدۍ مارچ) پرضد په زرګونو پوليس ځای پرځای سوي دي

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 26th, 2019


 

د پاکستان حکومت مخالف ګوندونو د ( ازداۍ مارچ ) په نوم يو ستر لاريون لپاره تياري نېولې او غواړي چي له دې لاري لومړی وزير عمران خان استعفا ته مجبور کړي.

ددې مارچ لپاره اپوزيسون د اسلام اباد ښار ډي چوک ټاکلی دی، خو حکومت په دغه ځای کي د لاريون اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ په اسلام اباد کي د مخالف اپوزيسون ګوندونو ګډه رهبري کميټه د حکومت سره د (ازادۍ مارچ) په هکله خبري اتري وکړې. په دغه غونډه کي اپوزيسون پر ډي چوک د لاريون غوښتنه وکړه، خو حکومت دا غوښتنه رد کړه.

وار له مخه په اسلام اباد کي د لاريون پر ضد په زرګونو پوليس ځای پرځای سوي دي او پر لارو او سړکونو باندي موانع ايښودل سوي دي.

د جميعت علماء (ف) مشر مولانا فضل الرحمن او مخالف اپوزيسون ګوندونو ويلي، چي وزير اعظم عمران خان به استعفا ته مجبوره کوي او د حکومت سره نوري خبري نه کوي.

تېره ورځ مولانافضل الرحمن د مخالف ګوندونو په يوه غونډه کي وويل، چي نور د حکومت سره د خبرو کولو وخت پای ته رسېدلی دی او دوی به د (ازادۍ مارچ) د لاري اوسنی حکومت ړنګوي.

د مولانا په خبره، تر څو چي عمران خان استعفا نه وي ورکړې او نوي ټاکني نه وي سوي، تر هغو به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوي.

بل خوا بيا حکومت پر مولانا نيوکي کړي او ويلي ئې دي چي د هغه سره بهرنی قوت ملاتړ کوي.

پاکستان حکومت د بهرني قوت په اړه څه نه دي ويلي، چي دا قوت به څوک وي، خو دا ئې ويلي چي د (ازادۍ مارچ) ته هند خوشاله دی او په کور دننه د ګډوډ سياسي حالت څخه په استفاده کيدای سي هند پر پاکستان لوري کشمير بريد وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024