عراق: ښځينه ځانمرګو ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واړول
د عراق په اسكندريه ښارګوټي كي دوو ځانمرګو بريد كوونكو ۳۰ تنه مړه او ۷۰ نور زخميان كړل.
د پوليسو په وينا دواړه كربلا ته د تلونكو زيارت كوونكو پر يوه قافله باندي ترسره سوي چي له دېرشو مړو څخه يې ۲۶ او ټپيانو څخه يې ۴۰ تنه زيارت كوونكي دي.
د پوليسو په وينا دواړه ځانمرګي بريدونه د ښځو له خوا ترسره سوي دي.