په ګرجستان کښي د امريکا د بهرني سياست ماته
د ګارډين انګليسي ورځپاڼي په خپلي تازه ګڼه کي ليکلي دي چي په ګرجستان باندي د روسيې د نظامي یرغل اثر په نړۍ وال ډګر کي د امريکا د جمهور رئيس جورج بوش د بهرني سیاست د ضعف رسوا کېدل وه .
ګارډين وائی چي په ګرجستان کي د جګړې خاتمه بې له شکه د ټولو د خوشحالۍ وړ وګرځېدله خاصتاً هغه کسان چي په هغه کي ګير راغلی وه او په تيره بيا امريکااو انګليس چي د روسانو د پرمختګ په بندېدو کي يې بې لياقتي و ټولي نړۍ ته څرګنده سوه .
ورځپاڼه زياتوي چي د روسيې او ګرجستان د جګړې تر ټولو منفي سبق دا وو چي دا لومړۍ نمونه وه چي د مينځني ختيځ د باندي لمس سوه او وه يې ښودله چي د بوش ورانوونکۍ خارجي سیاست څه رنګه امريکا او غرب ضعیفه کړل .
ددې رځپاڼي په عقيده د غرب د خطرناکي بېچارګۍ اصلي علت د بوش د بهرني سیاست په ستراتژیکی ناکامۍ کي پروت دی . غرب لومړۍ د پوټين د شخصیت څخه ناسم برداشت درلود هغه يې منزوي کړ خو کله چي دهغه د واقعي ګواښو څخه خبرسو نو هغه وخت ډېر ناوخته وو .
ددې نه علاوه د بوش دولت پر عراق باندي حملې د غرب په اتحاد کي درز را ووست ، نړۍ وال سازمانونه يې ضعیفه کړل او امريکائي سر تيري يې و داسي يوې خونینه کندې ته ور ټېل وهل چي د بدي ورځي په مقابل کي يې دغرب آن ور وکيښ . همدارنګه ګوانتانامو او ابو غریب و نړۍ واله معیارو ته احترام پر مځکه و واهه ، او پر نړۍ باندي يې د امريکا و رهبرۍ ته ضرر و رساوه. ! دا په داسي حال کي دی چي پر عراق باندي د امريکا د حملې نه تر ټولو زياته ګټه ايران يو وړه او دا په دې خاطر وه چي په عراق، لبنان او فلسطين کي د ځينو ډلو څخه د هغوی ملاتړ ايران په دې و تواناوه چي خپل قدرت په ټول مينځني ختيځ کي و غزوي .
ورځپاڼه زياتوي چي د امريکا و مخي ته پراته چالشونه، دايران لاسته راوړني او د اسرائيلو وېره دا ټوله ددې باعث شوه چي روسيه د هري ورځي په تېرېدو سره لا نور هم نفوذ پيدا کړي . روسيه نن قدرتمنده سوېده او نور هغه ضعیفه او مخ پر زوال ځبر ځواک ندی چي د شوروي اتحاد د پاشل کېدونه ورسته به يادېدله . روسيه اوس غواړي په نړۍ کي خپل د قدرت پخوانی مکان بيرته لاسته را وړي .