کور / راپور / امريکايي سناتور: افغان جګړه پاکستان مخ ته وړي، د طالبانو پرځای دي د پاکستان سره خبري وسي

امريکايي سناتور: افغان جګړه پاکستان مخ ته وړي، د طالبانو پرځای دي د پاکستان سره خبري وسي

د امريکا د بهرنيو چارو د کمېټې غړی سناتور لينډسي ګراهم وايي، چي په افغانستان کي د جګړې ختمولو لپاره دي د طالبانو پر ځای د پاکستان سره خبري وسي.

ښاغلي ګراهم د فوکس نيوز سره په خبرو کي ویلي: “که غواړئ په افغانستان کې جګړه ختمه سي نو ګاونډی پاکستان دی، که پاکستان پر طالبانو فشار واچوي چي هلته خپل پناه ځایونه ونه لري نو طالبانو ته به ډېره ګرانه وي چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي”.

نوموړي ويلي، چي پاکستان په ښکاره طالبانو ته پناه ځايونه ورکړي دي، که چيري طالبان په پاکستان کي پټنځای ونه لري، دا به هغوی ته ګرانه سي چي په افغاستان کي جګړه وکړي.

نړيواله ټولنه تل ويلي، چي پاکستان په سيمه ايزه او نړيواله کچه ترهګر روزي او هغوی ته د بريدونو موقع برابروي.