زموږ ګمراهي

د لراوبر اداره | اگست 18th, 2008


دډېري خوښي ځاي دي چی نن د افغانستان او افغانانوپه اړوند معلومات، خبرونه ، تبصېري او نظرونه له ېوي اساني لاري ېعني د انټرنېټ په مرسته ترلاسه کېږی . دا کارنامه دهغو افغانانو بلل کېږی چی په خارج کښي ېي تحصېلات کړي دي او دا ټکنالوجی ېي د خپل هېواد او خلګودخدمت لپاره پکار واچوله .
له بل لوري لېکوالانو ته داسي ېوه اسانه او ارزانه وسېله په لاس ورغلي ده چی له مخي ېي کولي شي خپل نظرېات له نورو سره شرېک کړي .
د لېکوالانو په منځ کښي ځېني مسلکي لېکوال دي ځېني ېي شوقېانه ولي باخبره او بااحساسه لېکوالان دي ولي ډېرۍ نور ېي غواړي له همدي لاري د لېکوالي و ډګر ته راووځي چي ډېره ښه خبره ده .
ولي پکار داده چي ېوه ټکي ته خاص پاملرنه وشي او هغه داچي که څه هم شهرت ښه شۍ دي په تېره بېا نېک شهرت خو ېواځي دي ټکي ته ټوله توجه او انرجي وقفول چندان هوښېاري نه ښکاري . ځېني ملګري داسي کوي چی ېوه لېکنه ګڼو وېبساېټونو او مجلو ته لېږي چی له ېو لوري دهغه مضمون تکرار د مضمون خوند او د مضمون نګار حېثېت خرابوي له بل لوري د ساېټ چلونکو او دمجلو د اداري مودېرانو ترمنځ غلط فهمېاني او تشوېشونه زېاتوي چی باېد له دي کاره په کلکه مخنېوي وشي . هر ساېټ او مجلي ته لېکني کول زموږ حق دي ولي غوره به دا وي چی هر ېوه ته بېلي بېلي لېکني ولېکل او واستول شي . او ښه خو لا داده چÛ هر ساېټ ته پر مختلېفو موضوعاتو لېکني ولېکلۍ شی .


نن بدبختانه که ګورو چی د ېوه لېکوال همهغه لېکنه په ېوه وخت په بېنوا ، ټول افغان ، لراوبر ، اونورو ساېټونو کښي ترسترګو کېږي چي دا ېو غلط رواج دي .
دوهمه خبره داده چي باېد دنورو لېکوالانو لېکني هم ولوستل شي او دهغوي پر نظرېاتو تاېېدي او ېا سالمي تنقېدي لېکني ولېکل شي هسي نه چي هر لېکوال ېواځي خپلي لېکني ګوري اوبس .
زه في الحال ددي غلط رواج د له منځه وړلو په موخه خپلي لېکني دلر او بر ساېټ لپاره  لېکم هغه په دي چی په سېاسي توګه دا ساېټ زما له نظرېاتو سره سل په سله کښي هم نظره دي .
او هڅه کوم چي د نورو لېکوالو ملګرو پر لېکنو تنقېدي او تاېېدي لېکني ولېکم له ښاغلي محترم عبدالله احسان صاحب څخه د لامرستي غوښتونکۍ ېم او د رواني همکاري ېي مننه کوم همدارنګه له نورو لېکوالانو هم ددي لېک په واسطه هېله لرم چي زما اراده نېکه ده باېد چي زما له اقدامه دچا زړه ازار نشي . موږ او تاسي باېد د ېو او بل تنقېد ته په پراخ نظر هر کلۍ وواېو .


ستاسو کشر ورور

Copyright Larawbar 2007-2024