اسفنديار ولي خان: د پي ټي ايم د غوښتنو ملاتړ کوو

Aziz Rahman Hazim | جنوري 15th, 2020


د عوامي نيشنل غوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، چي د پښتون ژغورني غورځنګ د غوښتنو بشپړ ملاتړ کوي او د هغوی غوښتني د اې اين پي د منشور يوه برخه ده.

ښاغلي ولي خان پر داسي مهال د پي ټي ايم د غوښتنو ملاتړ کړی چي د جنورۍ پر ۱۲ نېټه په بنو کي يوه ستره جلسه جوړه سوه او پکي مشر منظور پښتين پر پښتنو مشرانو ږغ وکړی، چي د خپل قام د حق ساتلو لپاره دي سره يو موټي سي.

په دغه غونډه کي چي د پي ټي ايم لخوا جوړه سوې وه په لسګونو زره کسانو ګډون کړی وو او د منظور پښتين ترڅنګ، علي وزير، ملابهران، محسن داوړ او ګڼ شمېر نورو مشرانو خبري وکړې.

منظور پښتين په خپله وينا کي وويل: پي ټي اېم په چا پسې بدې ردې نه وايي او نه په چا بې بنياده تورونه لګوي او د دغو پښتنو سياسي مشرانو سره په يو ځای د قام او وطن خبره کوي”، د پي ټي اېم سره د کوم سیاسي ګوند د لرې کولو اجنډا نسته.

اسفنديار ولي خان هم ويلي دي، “پښتانه د مشکلاتو او مسلو څخه ويستلو يواځينۍ لاره د دوی د اتفاق سره تړلې ده او دا مسلې د يو کېدو پرته نه سي حل کېدی”.

Copyright Larawbar 2007-2024