روسيه او بيلاروس ګډ دفاعي پروګرام جوړوي

34 | اگست 20th, 2008



روسې او بيلاروس هيوادونو پر يوه ګډ دفاعي فضايي پروګرام باندي هوكړه وكړه، چي د روان كال په پاى كي به يې تړون لاسليك سي.
د دواړو هيوادونو ولسمشرانو ديمتري ميديوف او الګساندر لوكاشنكو د روسيې د توري بحيرې په يوه تفريحي سيمه كي ليدنه وكړه او د يوه ګډ فضايي پروګرام پر جوړولو يې سلا وكړه.
د روسيې د ولسمشر وياند خبريالانو ته وويل روسيه او بيلاروس به را روان كال دغه پروګرام جوړ كړي او دواړو مشرانو پرېكړه كړې چي د روان كال په پاى كي به د دې تړون د لاسليك په خاطر په ماسكو كي يوه سرمشريزه غونډه جوړه كړي او د روسې او بيلاروس هيوادونو پر اتحاد به هم سره وږغېږي، چي موخه يې په دواړو هيوادونو كي د يوې سكې (كرنسي) چلول او پر ګډو اقتصادي پروګرامونو باندي بحث كول دي.

Copyright Larawbar 2007-2024