کابل کي د تښتول سوي ماشوم د قتل په جرم دوو تنو ته د اعدام سزا واورول سوه
Aziz Rahman Hazim
د کابل استيناف محکمې د يو ماشوم د تښتولو او وژني په جرم دوو تنو ته د مرګ سزا واورول.
دغه دوه تنه اسماعيل او نبي جان نومېږي چي د روان کال د اسد مياشتي پر لسمه نېټه يې د کابل ښار د اتمي ناحيې څخه يو ماشوم تښتولی وو او د هغه د خوشي کولو لپاره يې د ماشوم له کورنۍ څخه د يو لک امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د دوی او کشفي ارګانونو د معلوماتو په اساس یادو کسانو دغه ماشوم تر تښتولو وروسته وژلی وو.
د استيناف محکمې تېره ورځ په علني محکمه کي دغه دوو تنو ته د اعدام سزا واورول، خو دوی د استيناف غوښتنه هم کولای سي.
له دې وړاندي د کابل ابتدائيه محکمې هم يادو کسانو ته د مرګ سزا اورولې وه.