ډبليو بوش له مشرف څخه مننه وكړه

34 | اگست 21st, 2008



د امريكا جمهور رئيس جارج ډبليو بوش د پاكستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف ته ټليفون كړى او له هغه څخه يې مننه وكړه.
ډبليو بوش له امريكا سره د مشرف د واكمنۍ پر وخت د پاكستان د ملګرتوب او د سپټبر تر يوولسمي وروسته د تروريزم ضد جګړه كي د مشرف له همكارۍ څخه ځانګړې مننه وكړه.
له جمهوري رياست څخه د مشرف تر استعفا وروسته جمهور رئيس بوش لومړنى ولسمشر دئ چي پر خپل پخواني سيال يې پوښتنه وكړه.

Copyright Larawbar 2007-2024