دمتلونو کیسي او نور معلومات کتاب چاپ شو

د لراوبر اداره | اگست 22nd, 2008


دمتلونو کیسي په نوم کتاب چي علم ګل سحر لیکلی او را ټول کړی دی په دي وروستیو کي دخوستدفرهنګیانو دخپلواکي ټولني له خوا ددغي ټولني دمشر  څیړونکي بسم الله حقمل په شخصي لګښت  د پوهني په مطبعه کي چاپ شو.

 علم ګل سحر په دغه کتاب کي د ۵۳ متلونو کیسي را ټولي کړي او دیوشمیر پښتو متلونو په اړه یي په زړه پوري معلومات وړاندي کړي دي.
په دغه کتاب دعلومو اکاډمي علمي غړو څیړنوال بسم الله حقمل او څیړونکي محمد نبي صلاحي سریزي کښلي دي .
 تر اوسه پوري دښاغلي علم ګل سحر ۸ کتابونه چاپ شوي دي چي ناول دلنډو کیسو ټولګه دطنزونو ټولګه ، دشعرونو ټولګي او یوه د ماشومانو لپاره دشعرونو ټولګه ده .


 

Copyright Larawbar 2007-2024