د غزني اوسېدونکي: د تاوتريخوالي د کمېدو پر ځای دي اوربند وسي
Aziz Rahman Hazim
نن د غزني اوسېدونکو د سولي ولسي حرکت له غړو سره د لاریون پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه وکړه چي، د تشدد کمښت دي په اوربند واړول سي.
د هغوی په وینا، تمه ده چي د تاوتریخوالي کمښت د اوربند پیلامه و اوسي او د سولي له پاره لار جوړه کړي.
د دغه لاریون پر مهال د سولي ولسي حرکت غړو وویل، د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کي د جګړې د ښکېلو اړخونو هوکړه د ستایني وړ ده، خو ښکېل اړخونه باید نور په رښتنې توګه خپلي پرېکړي عملي کړي.
هغوی د ګیلې په څېر وویل، نور ولس د قربانیو توان نه لري، نور باید ولس ونه غولول سي.
د لاریون پر مهال له ولس څخه غوښتنه وسوه چي د سولي ساتني له پاره چمتووالی ونیسي.