ناټو د فرانسويانو غچ د شينډنډ له خلکو واخېست

د لراوبر اداره | اگست 24th, 2008


په سروبي کي د لسو فرانسوي سرتېرو له وژني څخه لا اونۍ نه ده اوښتي ، چي ناټو له افغان ولس څخه خپل غچ يو په لسو واخېست . شاوخوا سل تنه بي ګناه افغانان يي ، چي زياتره يي تنکي ماشومان اوښځي دي ، راته ووژل ، په زرګونو کورنۍ يي د خپلو عزيزانو په وير کښېنولي او په ميليونونو افغانان يي په زړونو زخميان کړل . نن بياد افغانستان لپاره توره ورځ ده اوبيا هم د هر با احساسه او بادرده افغان زړه ويني ژاړي .


د فرانسي ولسمشر نيکولای سارکوزی په زرګونو کيلومتره واټن وواهه ، هم يي خپلو سرتېرو ته په خوله ډاډګېرنه ورکړه ، هم يي د هغوی په وير ملي ماتم اعلان کړ او هم يي دا دی د خپل ولس د تسکين لپاره ډېر ژر له افغان ولس څخه غچ واخېست .


خو آفرين دي پر کرزي وي ، چي بيا هم خپلي پاچاهۍ ته خوشحاله دی . که لږ غوندي د افغانيت احساس يي هم درلودای ، آيا په شينډنډ کي د شاوخوا سلو تنو بېګناه افغانانو وژنه ده ته اجازه ورکوي ، چي بيا هم ځانته د افغانستان ولسمشر ووايي . تاسو ډېره تمه مه لریء ، دا ځل به بيا يو کميسون جوړ کړي او يا کېدای شي بيا په کوم محفل کي د تمساح څواوښکي تويي کړي . نه ، رښتيا دا ځل يي پلاوی استولی او وايي ، چي ډېر زر به د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د مخنيوي لپاره يو پلان جوړ کړي .


زه له کرزي څخه يوه پوښتنه کوم ، چي ستا چپنه د شاه شجاع او کارمل له چپنو سره څه توپير لري ؟ آيا امريکايان هماغه پروني انګرېزان او روسان نه دي ، چي زموږ پر کلو او بانډو به راشېوه شول او د بي ګناه افغانانو پر وژنه به يي زړونه يخول .


په لومړيو کي خو به امريکايانوکله کله معذرت غوښته ، خواوس خو اول بيخي نټه کوي او که بيا  نړيوالو رسنيو هم خبره راپورته کړه او پر امريکا يي نيوکي وکړي نو دوی هم د کرزي په څېر د څېړنو داسي پلاوی ټاکي ، چي تر ننه  يي نه چا پايله ليدلي او نه هم کومه ګټه . د کرزي د واک په لومړيو ورځو کي يو چاماته وويل ، ډېر زر به وګوري چي حامد جان به د ميرويس نيکه او احمدشا بابا ځای ونيسي او حتی له هغو به هم ورواوړي ، او رښتيا چي ورواوښت !!؟


د ملي شورا ( ولسي جرګه او کشرانو جرګه ) له غړو څخه هم پوښتنه کيږي ، چي که تاسو په رښتيا د ولس استازي ياستیء او يوه ذره افغانيت هم لریء ، آيا د سلو تنو بي ګناه افغانانو وژنه تاسو ته دا اجازه درکوي ، چي بياهم د شورا په غونډه کي کښېنیء ؟ که په رښتيا مو د افغان ميندو شېدي رودلي وي ، نو همدا نن به له ټولو غونډو سره پرېکون اعلان کړیء .همدا راز که  دهرات والي او د شينډنډ ولسوال ځانونه افغانان ګني، نو آيا افغانيت به يوه ورځ هم دوی ته حق ورکړي ، چي بيا هم خپلي دندي پر مخ بوځي ؟


وروڼو! له دغو بلواکو خلکو نوره ګېله په کار نه ده ،دوی له اولي ورځي څخه د جيبي ګټو په فکر کي وو او په ډېرو خواريو يي تر دغو ځايونو ځانونه رسولي ، نو اوس به څنګه  خپلي ګټي په خطر کي واچوي . خو زه له تاسو بادرده افغانانو څخه پوښتنه کوم ، چي سمه ده موږ ځانمرګي بريدونه غندو ، ځکه په هغي کي هم بيګناه افغانان وژل کيږي ، سمه ده چي موږ د نورو ډلو له خوا هم په هغه او دغه نامه افغان وژنه غندو ، سمه ده چي موږ د اوسني وسله وال مقاومت تر شا يو شمېر ډېر ظالم لاسونه ، خيرن نيتونه او په يوه بله نامه د غلامۍ کړۍ ګورواو ملاتړ ته يي زړونه نه شو ښه کولی ،  خو آيا دا په دي مانا ده چي موږ دي پټه خوله کښېنو او هر څه دي په غړولو سترګو وزغمو ؟ آيا موږ دامسووليت او توان نه لرو چي لږ تر لږه لارو او کوڅو ته راووځو او د امريکايانو له خوا دغه عام وژنه وغندو ؟ چېرته دي هغه لس درجنه تش په نامه اسلامي اوملي ګوندونه؟ آيا اسلامي عقيده او ملي احساس دوی ته همداسي د چپ کښېناستو اجازه ورکوي ؟


زه په صراحت وايم ، چي دا بمباري د هغو فرانسويانو په غچ کي شوي ،چي څو ورځي وړاندي په سروبي کي ووژل شول . نو که موږ بي دفاع او بي وسلي افغانان نور د غچ توان نه لرو ، نو دا خولي خومو چا نه دي تړلي چي اعتراض وکړو ، لاريون راوباسو او په سراسري اعتصابونو لاس پوري کړو . د نيواکګرو او يرغلګرو همدا خصلت وي ، چي ورو ورو د خپلو مستعمره هېوادونو غيرت او وجدان د پرله پسي عملياتونو په ترڅ کي وباسي . په ډېر لنډ وخت کي موږ تاسو په کونړ، ننګرهار ، کاپيسا ، خوست ، لغمان او دا دی ددوهم ځل لپاره په شينډنډ کي د ناټو له خوا د خپلو هېوادوالو د ظالمانه مرګ ژوبلي شاهدان يو ، تاسو په دي خبره باور وکړیء ، چي که خپل غږ پورته نه کړو ډېر زر به زما او ستا وار هم راورسي .


دردمنو وروڼو ! که زموږ ولسمشر !؟ به خپله د سارکوزي په څېر د خپلو شهيدانو پوښتنه له وېري نه شي کولی او د ملي ماتم د اعلان شهامت نه لري ،نو موږتاسو خو کولی شو لږ ترلږه د ماتم په نښه يوه ورځ د سراسري اعتصاب په توګه له دولتي کارونو  سره پرېکون اعلان کړ و. زما په اند هر افغان ، چي په هره کچه او هر ځای کي وي ، کولی شي بي وسلي مقاومت او مبارزي ته ورګډ شي او لږ تر لږه يوه ورځ د اعتراض په توګه خپلو رسمي دندو ته رانه شي .


د افغان ولس د ويښتيا او د پرله پسي غميزو د رښتيني پای په هيله !

Copyright Larawbar 2007-2024