کور / #PTM / د شهيد عارف وزير د جنازې په مراسمو کي د مشر منظور پښتين د وينا مهم ټکي

د شهيد عارف وزير د جنازې په مراسمو کي د مشر منظور پښتين د وينا مهم ټکي

د عارف وزیر د جنازې مراسمو کي د منظور پښتون څرګندونې

نن یو طرف ته عارف وزیر شهیدد دی، له بلې خوا د پنجاب د والي څرګندونې چي زموږ  قربانیو پورې خندا کوي.

ریاست زموږ دښمن پاتې سوی دی، تراوسه مو دښمن دی، که غلي کینئ هم دښمن مو دی ، که مبارزه کوئ، هم دښمن مو دی، ریاست مو په هر حالت کي وژني او ظلم درباندې کوی.

نن چي موږ راغونډ سوي یو، د دې لپاره چي له خپلې خاورې جنګ ورک کړو، دا جنګ هله ورک کیدلی سي، چي یووالی رامنځ ته او ټول راپورته سي،.

نو د  خپل وطن د عزت او تقدس لپاره راپورته شئ.

نن زه یو غږ کووم، په ټولو پښتنو یې کووم، نن که د عارف وینه توی ده، یا مخکي وینې توی سوي دي، دا ویني ځکه توی سوې چي پوځ د پښتنو میندو ته کنځلې کولې، چک پوسټونو کي یې ځورول، نن دا پشتانه د خپل ننګ لپاره راوتلي دي.

دا ظالم او جابر ریاست به زموږ په مرګونو قاتل جوړ سي، خو فاتح نه سي جوړیدلی، دا زموږ وطن دی، دوی نن راغلي ظلم کوي، خو کمزوري پښتانه چي یو سول، زورور ورک سول او ورکیږي به .

موږ به خپل قوم ته یوه وروستۍ خبره کو، یوه ژمنه به کو، چي موږ نور په دې خاوره دا قتلونه منو که نه منو، هغه څوک چي دې خاورې ته جنګ راوړي، باید نوره اجازه ور نه کړو او په دې برخه کي به قربانۍ ته تیار یو.

موږ به یوه مشوره کوو، او دې ننګیالي قوم سره به یې شریک کوو، دا نن چي کوم قتلونه کیږی دا ټول د ای ایس ای پروژې دي او ټول په دې خبر دي.

ښه او بد طالبانو ټول د ریاست پیداوار دی، موږ خپل دښمن پيژنو.

دلته یواځې جنازه نه ده، بلکي یو مهم پيغام به ځان سره لیږدوو، عارف د قام په سر شهید دی، له چا سره یې شخصي دښمني نه وه.

تر څو چي ژوندي یو، د خپلې خاورې د عزت لپاره به مبارزه کو، موږ په ډاګه مبارزه کو او دا زموږ له خپلې خاورې سره ژمنه نه ده.

له دې خاورې سره چي چا هم خیانت کړی، قتل یې کړی، دا مو ژمنه ده چي له ټولو سره به حساب کو.