د افغانستان د ملي انسجام تحريک

تراهګرو ډلو مسئولیت منل نه، بلکې د تراهګرۍ مرکز مهم دئ چې هغه پاکستان دئ

د لراوبر اداره | مې 14th, 2020


مطبوعاتي اعلامیه
په افغانستان کې د هرې ترورستي پېښې مسئوليت په نوبت سره کله طالبان او کله داعش جنګي ډله پر غاړه اخلي. که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې افغان دولت او طالبان هڅولي چې په افغانستان کې د تېرې ورځې د ترورستي پیښو عاملین پيدا کړي، خو اوس امريکا او ټولې نړۍ ته دا حقیقت معلوم دئ چې دا هر څه د ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا ته د ترورستانو په پخوانیو مرکزونو کې تنظیمیږی. دا یو تاکتیک دئ چې کله د ترورستي پېښې مسئولیت یوه او کله بله ډله پر غاړه اخلي، خو موږ ته د تراهګرو ډلو مسئولیت منل نه، بلکې د تراهګرۍ مرکز مهم دئ چې هغه پاکستان دئ.
د تېرې ورځې د ترورستي پيښو له امله ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او تر ټولو د خواشینۍ خبره دا ده چې پر یوه ملکي روغتون ترهګریز برید کېږي، ان دا چې نوي زیږېږېدلي ماشومان او د هغوی میندې شهیدانوي.
که د امریکا متحده ایالاتونه او نړیواله ټولنه رښتیا د دغسې ترورستي کړنو د مخنیوي لپاره جدي ګام اخلي، نو په پاکستان کې د ټولو ورانکارو او تراهګرو ډلو ځالي او تعليمي مرکزونه له هیچا پټ نه دي، کله چې د ستونزې اصلي عامل معلوم وي، نو حل یې هم اسانه کار دئ، خو دا کار د نړیوالې ټولنې په ښه نیت او اخلاص پورې اړه لري. که اړتیا پیښه سي، نو د افغانستان ملي انسجام حرکت حاضر دی چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د خلکو د خونديتوب لپاره د عدم تشدد یوه جامع، علمي او عملي طرحه شریکه کړي.
په درنښت
د افغانستان ملي انسجام حرکت

Copyright Larawbar 2007-2024