تخار ۷۰۰ پښتانه د زورواکانو له خوا محاصره دي
٧٠٠پښتانه ښځي،ماشومان,د تخار ولايت د خواجه بهالدين د اولسولي په زندان کي د ٥ورځي لپاره د ازبک جنګسالار او ولس مشر حامد کرزي نژدي دوست قاضي کبير لخوا محاصره او د ژوند د خطر سره مخامخ دي.
د محاصره شويو له ډلي نه يو تن عبدالله واي چه د بلوچستان په ژوب کي د مهاجرت ژوند کولو تيره اوونئ خپل وطن ته راستنه شول چه لومړي ولسوالو کسانو راباندي بريد وکړو اوبيا ئي ټولي کورني د ولسوالي په زندان کي دادي د ٥ ورځي لپاره بنديان يو٠
يوي بلي ميرمني کافيه په ژړا او وير وويل چه اولادونه ناروغ او خوراک نشته او هره لحظه د خپل پښتني عزت د ازبکانو لخو د تار تار کيدو له ډار سره مخامخ دي.نومړي ټولو پښتنو ته په پيغو ر وويل که پښتانه خپلي ميندي او خوندي د نورو څخه نشي ساتلي او هغه پدي جرم چه پښتانه دي د ميرمنو سره بندي کيږي نو ټول پښتانه بايد بنګړي واچوي او د شرم او پيغور نه پورته ونه ګوري . يو تن راستون شوي امير خان وويل د ادي د ٩ورځي لپاره چه د پاکستان نه راکډه شوي دلوږي او ناروغيو سره مخامخ يو او ٣٤کوچنيان او ٥٠ ميرمني او بوډاګان د ډول ډول ناروغيو سره مخامخ دي. د٧٠٠تنو لپاره يو کوهي دي او اووبه ورپکښي وچوي شوي او د تندي نه د هلاکت سره مخامخ يو.
ځاي پښتانه غواړي د خپلو راستنه شويو خپلوانو سره وګوري او خوراکي مواد وروړي د مسلحو ازبکو لخوا نه پريښودل کيږي . که هر افغان ، د UN يا بلي کومي اداري لوړ رتبه چارواکي د700 محاصره شويو پښتنو سره دادي بد حالات نه د خلاسون په لار کي مرسته کولي شي نو د محاصره شويو پښتنو سره مرسته کولي شي په لاندي تيليفون شميرو د رابطه وکړي.
ارباب ظاهر خان انډړ 0093772240137 عبدلحکيم0093772239799