کندهار ښاروال وايي کاري ټیمونه یې د اوونۍ ۷ ورځي خدمت کوي

د لراوبر اداره | اگست 27th, 2021


کندهار ښاروال محمد حسن وایي د جمعې په ورځ به هم د کندهار ښاروالۍ نوکریوالي ټیمونه کارکوي.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب خپلو اړوندو ټیمونو ته دنده سپارلې ده چي د ښار د پاک ساتلو او سرسبزه کولو په برخه کي دجمعې په ورځ هم کار وکړئ، ترڅو د کندهار ښار په پاک ساتنه اوسرسبزه کولو کي کوم ځنډ نه وي راغلی، د ښاغلي حاجي صاحب په وینا د ښار سرسبزي ورته لومړیتوب لري.

که څه هم ګڼ شمېر ستونزي لا اوس هم پر خپل ځای پاته دي خو د ښاروالۍ له دغه ډول ټولنیزي ښاري پرمهتیايي هڅو د ښار اوسیدونکي خوشاله برېښي.

 

Copyright Larawbar 2007-2024