په خيبر کښي د پښتنو لویه جرګه په بريالیتوب سرته ورسیدل

لیکوال | اکتوبر 13th, 2024


په خيبر کښي د پښتنو لویه جرګه، چي د پښتون ژغورني غورځنګ، PTM، او د مشر منظور پښتین په نوښت او هڅو رابلل سو‏ې وه، د ۱۱م د اکتوبر پیل او تر درو ورځو تر دوام وروسته د یوه ګډ پریکړه لیک په خپرولو په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل. د پښتنو د قامي عدالت د لویي جرګې پریکړي د ۲۰۲۴ د اکتوبر پر ۱۳مه ( د جرګې په دریمه ) د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتون په داسي حال کي اعلان کړې چي د محکومي پښتونخوا شپېتو ولسوالیو استازي، د شلو سیاسي ګوندونو او مدني سازمانونو مسئولین او تر یو نیم ملیون ډیر پښتانه حاضر ول.

 

لویه جرګه :
لویه جرګه د افغانانو تاريخي دود، چي په اسلامي تاریخ کښي ورته شورا، هم ویلی کیږي، د یوې لويي کچې غونډه ده چي د قامي مشرانو ترڅنګ ډیر ګدونوال لري.

لویه جرګه، د اکتوبر پر ۱۱ مه نېټه :
د PTM مشر منظور پښتین د اوس څخه درې میاشتي مخکي، د شهید ګیله من وزیر د جنازې پرمهال، ددغي جرګې د رابللو ږغ وکړ تر د قام د مشرانو او ټولو پښتنو سره په ګده د پاکستاني ریاست ظلمونو ته په ګډه یو حل لاره وګوري.

د خیبر سيمه :
د PTM او مشر منظور پښتین په نوښت دغه جرګه د پښتونخوا په تاريخي سيمي خیبر کښې د “پښتنو قامي عدالت” تر نامه لاندي د درو ورځو په جریان کښي تر سره سول چي په پای کښي يې یوه پرېکړه‌لیک هم د PTM د مشر منظور پښتین له خوا ګډونوالو ته واورول سو.

د “پښتنو قامي عدالت” تر نامه لاندي د جرګې د پرېکړه‌لیک غټي نقطې داسي وې :

۱. د پوځ او وسله والو ډلو ایستل:
جرګې پرېکړه کړې چي په پښتونخوا سیمه کي به نور بدامني او جنګ ته ځای نه ورکول کېږي.
د دې پرېکړي له مخې، پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه، چي په بېلابېلو نومونو یادېږي لکه ټي ټي پي او داع ش، باید په دوه میاشتو کي له دغي خاوري ووځي.
که دوی ونه وتل، جرګه به خپله لاره خپله پیدا کوي ترڅو دغه ځواکونه له سیمي څخه وباسي.

۲. د برېښنا ستونزه:

جرګې پرېکړه وکړه چي د پښتونخوا سیمه کي د برېښنا نرخ باید له ۵ روپو زیات نه وي.
د برېښنا تولید په دې سیمه کي کېږي، خو د خلکو لپاره یې نرخونه ډېر لوړ دي.

۳. د ډیورنډ پر فرضي کرښه ازاد تګ راتګ :

د جرګې یو بله مهمه پرېکړه دا ده چي پر ډیورنډ کرښه باندې ټولي دروازې باید د خلکو لپاره پرته له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ لپاره پرانستل سي، لکه مخکي چي وو.
دا په داسي حال کي ده چي د تیر یوه کال راهیسي په چمن کي ددغه غوښتني لپاره یو بې نتیجې پرلت روان دی .

۴. قبایلي شخړې او قومي اختلافات:

جرګې پرېکړه وکړه چي د پښتنو تر منځ د قبایلي شخړو او قومي اختلافاتو د حل لپاره یوه ځانګړې جرګه به جوړېږي.
دا جرګه به ټولو ضلعو ته ځي، په ځانګړي ډول به کورمي ته ځي، او هلته به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي.
په دغه سیمه کي همدا نن دشعیه او سني په نوم شخړه کي لسګونه کسان وژل سوي او ټپیان سوي دي.

۵. د نجونو زده‌کړې:

جرګې په نرمۍ او ورورولۍ سره غوښتنه وکړه چي په بر وطن کي د نجونو زده‌کړي ته دي اجازه ورکړل سي.

۶. په بدیو کي د نجونو ورکولو ته خاتمه ورکول:

جرګې دا پرېکړه هم وکړه چي هیڅوک به خپله لور او خور په بدیو کې نه ورکوي.
دا پرېکړه د پښتنو په ټولنه کي د اوږدې مودې راهیسي موجوده ده چي په یو نامناسب دودیز شکل د بدیو د پای ته رسولو لپاره تر سره کیږي .

۷: د بې‌ځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول :
جرګې پرېکړه وکړه چي د ټولو بې‌ځایه سوو کورنیو کورونه دي بېرته ورغول سي او هغوی دي خپلو ځایونو ته ستانه سي.

۸: د پښتنو د پېژندپاڼو ستونزه حلول:
جرګې پرېکړه وکړه چي د پښتنو ټولي بندي سوي پېژندپاڼي دي بیرته له بلاک څخه وایستل سی او خلاصي دي سي ترڅو هغوی د خپلو قانوني اسنادو څخه ګټه واخلي.

۹: د بندیانو خوشي کول :
جرګې پریکړه وکړه چي د پښتنو ټول سیاسي بندیان دي له زندانونو خوشي سي.

۱۰: د دوه لکو څلویښتو زره ځوانانو ملي لښکر جوړول :
جرګې پرېکړه وکړه چي د دې جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره به له ۲۴۰,۰۰۰ ځوانانو څخه یو ملي لښکر جوړ سي.

ټوله پرېکړي دلته واورئ او ریټویټ یې کړئ


Copyright Larawbar 2007-2024