د ایران جنګ ټول منځنی-ختیځ ناامنه کړئ دئ

لیکوال | مارچ 2nd, 2026


د ایران جنګ :

د ایران مذهبي مشرایات الله علي خامنه او ورسره نور لوړ پوړي چارواکي په پلازمینه تهران کښي، د اسراييل او امريکا په ګډو هوايي بریدو کښي، د شنبې په ورځ سهار، پداسي حال کي ووژل سول چي د امریکا او ایراني استازو ترمنځ په سویس کي د دوهم پړاو ډیپلوماسۍ خبري رواني وې.
ایران په ځوابي بريدونو کي په منځني ختیځ کي د امریکا پوځي اډې او نوري مهمي سيمي تر بریدونو لاندي راوستلي دي چي ورسره د ټول منځنی-ختیځ حالات ناامنه کړي دي .

د امريکايي پوځ ځاني تلفات :
د ایران سره په جګړه کي تر اوسه ۶ امريکايي سرتېري وژل سوي.

د امريکايي پوځ مالي تلفات :
د ایران سره په جګړه کي تر اوسه ۳ جنګي الوتکي لوېدلي دي.

په ایران کي ځاني تلفات :
د ایران په جګړه کي د وژل سويو ایرانیانو شمير تر زرو تنو اووښتئ دئ.

د ایران د جنګ دوام :
د ايران جنګ، شنبه ۲۸ فبروري، چي د  ۱۴۰۴ لمریز کال د کب د ۹مي سره سمون خوري، پیل او لا هم دوام لري. ایراني چارواکي وايي چي د امریکا سره فعلا خبري نه کوي او د خپل مذهبي مشر انتقام به اخلي. د امريکا ولسمشر ټرمپ ویلي چي د ایران جنګ به تر اونیو پوري وغځيږي.

د ایران د مذهبي مشرپه نښه کول :
د اسراييل-ټایمز د راپور له مخي د اسراييلو استخباراتي شبکې د تهران د ټرافيکي او امنیتي کامرو د هک کولو پذريعه د ایران د مذهبي مشر ځای او تګ راتګ د ډیر پخوا څخه ددوي تر څار لاندي  وو.

 


منځنی ختيځ : د ایران د جګړې تازه راپور د نړیوالو شبکو څخه

Copyright Larawbar 2007-2024