کور / شعر / پروايي نشته

پروايي نشته

دليموتورونه وړي پروايي نشته
بي تپوسه زړونه وړي پروايي نشته
دغزلودسندروپه مخفل  كي
دغزل سورونه وړي پروايي نشته
ستادكلي ستادښارداشوخي سترګي
دهرچاخوبونه وړي پروايي نشته
داپردي پردي راځي زمونږ باغيچوته
په ګيډوګلونه وړي پروايي نشته
اباسينه شه شه سيلاب ورباندي راشه
دوي به څنګ سرونه وړى پروايي نشته


 


هغه ځه ومه
چي په غم دي ژړيدمه هغه ځه ومه
چي په درد دي درديدمه هغه ځه ومه
هغه ځه ومه چي كوڅه كي به دي پروت وم
ليونى چي ګرځيدمه هغه ځه ومه
چي نصيب كي دچاوي هغه ځه نه شوم
په يصيب چي جنګيدمه هغه ځه ومه
ټوله شپه چي به څوك ناست وو ستاپه غم كي
چي به نه ويده كيدمه هغه ځه ومه
كه سيلاب وم ستادميني ابتداكي
روسته ورو ورو وچيدمه هغه ځه ومه